ژبه

د اسیا ملتونو جام فوټبال سیالۍ: افغانستان نن خپله لومړۍ لوبه له ایران سره کوي

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۲): ټاکل شوې د افغانستان فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام او نړیوال جام مقدماتي سیالیو کې نن خپله لومړۍ لوبه له ایران سره وکړي.

د راپورونو له مخې، دغه لوبه نن (جمعه) ماښام شپږ نیمې بجې د ټایلنډ هېواد په کوربه توب پیلیږي.

په دې سیالیو کې افغانستان، ایران، جنوبي کوریا او قطر په یو ګروپ کې لوبېږي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې درې ورځې مخکې د قرغېزستان پلازمینې بېشکک کې د ایران له لوبډلې سره لوبه وکړه، خو ویې بایلله.