Language

د اسیا ملتونو جام فوټبال سیالۍ؛ ایران، افغانستان ته په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام او نړۍوال جام مقدماتي سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه ایران ته شپږ پر یو ګول وبایلله.

دغه لوبه تېره شپه د تایلنډ هېواد په کوربه‌توب ترسره شوه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي، په دغه سیالۍ کې ایران افغانستان ته شپږ پر یو ماتې ورکړه.

په یادو سیالیو کې افغانستان، ایران، جنوبي کوریا او قطر په یو ګروپ کې لوبېږي.

د یادونې ده، د روانې غبرګولي میاشتې په ۲۳مه د مرکزي اسیا هېوادونو فوټبال سیالیو په ترڅ کې ایران د افغانستان ملي لوبډلې ته هم شپږ پر یو ګول ماتې ورکړې وه.