Language

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډلې قطر ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو په لړ کې قطر ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه د تایلنډ هېواد په کوربه‌توب ترسره شوه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي، په دغه سیالۍ کې افغانستان قطر ته دوه پر یو ګول ماتې ورکړه.

تر دې مخکې جنوبی کوریا او ایران افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

په یادو سیالیو کې افغانستان، ایران، جنوبي کوریا او قطر په یو ګروپ کې لوبېږي.