Language

دایکنډي کې له نباتي ناروغیو سره د مبارزې په موخه یو ګرځنده نباتي کلینیک جوړ شو

نیلي (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د دایکنډي د کرنې ریاست مسوولین وايي، د لومړي ځل لپاره یې د دغه ولایت په مرکز نیلي کې کروندګرو ته د نباتي افتونو او ناروغیو د کنټرول په برخه کې د مسلکي مشورو او لارښوونو په موخه ګرځنده نباتي کلینیک جوړ کړی دی.

هغوی وايي، له دې لارې کروندګرو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د له منځه‌وړو برخه کې مسلکي مشورې ورکول کېږي او ورته سپارښتنې کېږي.

د دایکنډي د کرنې ریاست د نباتاتو ساتنې عمومي مدیر خیرمحمد فرهنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی د فصلونو او بوټو د ناروغیو او افتونو ډېرېدو له امله دغه اقدام کړی دی.

هغه زیاته کړه، دغه کلینک هره ورځ کرونګرو ته د کرنې د ودې لپاره په وړیا ډول مسلکي مشورې ورکوي.

login or register a new account.