ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې سږ کال د هندواڼو حاصلات ډېر شوي

خوست کې سږ کال د هندواڼو حاصلات ډېر شوي

author avatar
9 Jul 2023 - 15:17
خوست کې سږ کال د هندواڼو حاصلات ډېر شوي
author avatar
9 Jul 2023 - 15:17

خوست ښار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د خوست د کرنې رياست وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د هندواڼو حاصلات ډېر دي خو کروندګر بیا وايي، که چېرې د اصلاح شوو تخمونو مرسته ورسره وشي، د حاصلاتو کچه به يې نوره هم لوړه شي.

د خوست کرنې رياست مسوولين دغه راز زیاتوي، مخکې د دغه ولايت په لږو سيمو کې هندواڼې کرل کېدې خو اوس په ډېرو سيمو کې کرل کېږي نو ځکه يې د حاصلاتو کچه هم لوړه ده.

کروندګر وايي، د غنمو يا د نورو فصلونو په پرتله د هندواڼو حاصلات ښه دي او ګټه يې څو چنده ډېره ده.

د دغو کروندګرو له ډلې يو هم د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی شاهدالله دی چې په خپله شاوخوا درې جريب ځمکه کې يې هندواڼې کرلې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، که اړوند مسوولې ادارې ورسره د اصلاح شوو تخمونو او د کيمياوي سرې برخو کې لازمه همکاري وکړي، دغه ولایت به د هندواڼو له اړخه پر ځان بسيا او حاصلات به يې څو چنده ډېر شي.

هغه وايي: «مخکې مې ځمکه باندې غنم کرل چې يو جريب به اتيا منه غنم کول چې شل زره افغانۍ به کېدې، اوس ما ته يو جريب هندواڼې ۸۰ او ۹۰ زره افغانۍ جوړوي، نو اوس هر کال خپله ځمکه باندې هندواڼې کرم.»

يو بل کروندګر کريم خان بيا پژواک اژانس ته وويل چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د هندواڼو حاصلات د ډېرو اورښتونو او ږلۍ له امله يو څه کمزوري دي.

نوموړي دغه راز خپلو خبرو کې وويل، زياتره کروندګر په مسلکي ډول د هندواڼو پر کښت نه پوهېږي، نو د کرنې او مالدارۍ له رياسته يې غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې کروندګرو ته روزنيز پروګرامونه جوړ کړي.

هغه زياته کړه: «د خوست هندواڼې د نورو ولايتونو په پرتله خوږې دي؛ که چېرې د زراعت رياست له موږ سره د تخم، سرې او نورو برخو کې همکاري وکړي، نو حاصلاتو به مو له دې څو چنده زيات شي.»

د خوست يوه اوسېدونکي منورخان هم پژواک ته وويل چې د خوست هندواڼې د نورو ولايتونو په پرتله خوږې او ښې دي.

دی وايي: «دا هندواڼې ښې دي، که لږې وړې دي خو خوند يې بېخي ښه دی، له نورو ولايتونو چې دلته راځي، پر هغو باندې وخت تېريږي، نو هغه اصلي مزه يې له منځه ځي.»

بل پلو، د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي محمدزمان عمري بيا پژواک ته وويل، دوی تر خپله وسه د يادو کروندکرو ستونزې له اړوند ادارو سره شريکې کړې او هيله لري چې زر به حل شي.

هغه زياتوي: «په روان ۱۴۰۲ کال کې ځينو موسسو له موږ سره د همکارۍ ټټر وهلی، يوې موسسې ۱۰ زره ۸۰۰ کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوو تخمونو، د تورې او سپينې سرې د ورکړې ژمنه کړې، د هندواڼو په برخه کې هم خپل کوششونه کوو.»

هغه خپلو خبرو کې وويل، تېر کال په دغه ولايت کې د هندواڼو حاصلات تر ۵۳۰ ټنو وو، خو سږ کال به د دوی د اټکل له مخې د هندواڼو تر ۹۵۰ ټنه حاصلات ترلاسه شي.

د کرنې او مالدارۍ رييس دغه راز وويل، په خوست کې له تېرو پنځو کلونو راهيسې کروندګرو د هندواڼو کرکيلي ته مخه کړې او سږ کال پر ۳۵۰ جريبه خمکه هندواڼې کرل شوې دي.

نوموړي زياته کړه، د دوی هڅه دا ده چې د خوست کروندګرو ته په هره برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي، څو په دغه ولایت کې کرنه او مالداري وده وکړي.

Views: 216

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.