ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بنګله‌دېش په دویمه شل اووریزه نړۍواله لوبه کې هم افغانستان ته ماته ورکړه

بنګله‌دېش په دویمه شل اووریزه نړۍواله لوبه کې هم افغانستان ته ماته ورکړه

author avatar
16 Jul 2023 - 22:44
بنګله‌دېش په دویمه شل اووریزه نړۍواله لوبه کې هم افغانستان ته ماته ورکړه
author avatar
16 Jul 2023 - 22:44

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۲): بنګله‌دېش په دویمه نړۍواله شل اووریزه لوبه کې هم افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د دوو لوبو لړۍ دوه پر صفر وګټله.

دا لوبه چې د بنګله‌دېش په سیلهیټ ښار کې ترسره شوه، پچه یې بنګله‌دېش وګټله، خو افغانستان ته یې د توپ‌وهنې بلنه ورکړه.

د باران له امله دا لوبه ۱۷ اوورنو ته کمه شوې وه، افغان لوبغاړو یو ځل بیا سم پیل ونه کړ او په ۱۷ اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۶ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري عظمت عمرزي ۲۵، ابراهیم ځدراڼ ۲۲ او کریم جنت ۲۰ منډې جوړې کړې.

د بنګله‌دېش لوبډلې یاد هدف په وروستي اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.

د افغانستان له لوري عظمت عمرزي او مجیب ځدراڼ دوه- دوه بنګله‌دېشِي لوبغاړي وسوځول.

تر دې مخکې لومړۍ لوبه هم بنګله‌دېش ګټلې وه، خو د یو ورځنیو لوبو لړۍ بیا افغانستان ګټلې وه.

[/restrict]

Views: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.