ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د درېیو ولايتونو ترافیکي پېښو کې پنځه تنه مړه شوي

د درېیو ولايتونو ترافیکي پېښو کې پنځه تنه مړه شوي

قلعه‌نو – بامينان، فراه (پژواک، ٣٠ چنګاښ ١٤٠٢): په بادغيس ، فراه او باميان ولايتونو کې د ترافيکو پېښو له امله پنځه  کسان مړه شوي دي.

د بادغيس امنيې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن سهار له هرات ولايته يو خاور موټر بادغيس ته پر لاره و چې د سبزک بند په سيمه کې له سړکه وتلی او چپه شوى دى.

سرچينه وايي، په دې پېښه کې د موټرچلوونکي په ګډون درې کسان مړه شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د باميان امنيې قوماندانۍ وياند محمدرسا خواني د چنګاښ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د دغه ولايت د مرکز په بورسونه سيمه کې يو کاسټر موټر له يوه موټرسايکل سره ټکر کړى دى.

هغه وايي، په دې پېښه کې د موټرسايکل چلوونکى مړ شوى او د کاسټر موټر چلوونکی د پوليسو له خوا نيول شوى او دا مهال تر نظارت لاندى دى.

د یو بل خبر له مخې، د فراه ولایت د مرکز اړونده  دهک کلي کې د یوې سراچې او موټرسایکل د ټکر له امله یوکس مړ او دوه نور شوي دي.
د فراه ولایت د اطلاعات او فرهنګ  رییس مولوی عبدالحی سباوون وایې چې په پیښه کې موټرسایکل چلونکی مړ شوی او دوه نور ژوبل دي.
سباوون زیاتوي چې زخمیان روغتون ته انتقال سویدي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ننګرهار او کندوز ولايتونو کې هم د ترافيکو پېښو له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې ترافیکي زیاتې شوې او د روان لمریز کال له پیل راهیسې په بیلا بیلو پېښو کې تر ۳ زرو ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.