بامیان (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲): بامیان کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت په ورس ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د بامیان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک ته وویل، دغه پېښه نن د ورس ولسوالۍ په «سنګ سوخته» کلي کې هغه مهال وشوه چې یو سوزوکي موټر له سړکه ووت.
ده هغه په خبره، په یاده پېښه کې یو کس مړ او د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون درې نور ټپیان شوي دي چې د امنیتي ځواکونو له لوري ولایتي روغتون ته لېږدول شوي.
هغه د لومړنیو څېړنو پر بنسټ د دې پېښې لامل د موټر تخنیکي ستونزه بللې ده.