ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سېلابونو د ننګرهار په حصارک کې ۶۲ کانالونه او سربندونه ويجاړ کړي

سېلابونو د ننګرهار په حصارک کې ۶۲ کانالونه او سربندونه ويجاړ کړي

author avatar
23 Jul 2023 - 18:35
سېلابونو د ننګرهار په حصارک کې ۶۲ کانالونه او سربندونه ويجاړ کړي
author avatar
23 Jul 2023 - 18:35

جلال‌اباد (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): ننګرهار کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د تېرې شپې باران او سېلاب کروندګرو او ځایي اوسېدونکو ته ګڼ مالي زيانونه اړولي دي.

د لومړنيو معلوماتو له مخې، تر اوسه ۵۵۰ جريبه کرنيزه ځمکه باندې ولاړ فصلونه له منځه تللي او د اوبو رسولو ۶۲ کانالونه او سربندونه هم تخريب شوي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د مطبوعاتو امر صديق‌الله قريشي بدلون د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د دغه ولايت حصارک ولسوالۍ کې له تېز اورښت وروسته سېلابونه راوتلي دي.

دی وایي، سېلابونو په غوږيزه، رود کړکچه، ابزنګانه، رود ظريف‌خېل، رود ناور او رود اسياب کليو کې ۵۵۰ جريبه ځمکه باندې ولاړ د سبزیجاتو، جوارو، شولې، مۍ او لوبيا فصلونه له منځه وړي دي.

د نوموړي معلوماتو له مخې، همدارنګه په دغو سيمو کې ۶۲ کانالونه او د اوبو سربندونه هم په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

هغه زیاته کړه، په ورته وخت کې په غوږيزه کلي کې کوچني څاروي او په ابزنګانه کې ډېر شمېر ونې او بوټي هم سېلاب له ځان سره وړي دي.

بلخوا د سيمې خلک د مرستو غوښتنه کوي.

د حصارک ولسوالۍ د رود ظريف‌خېل اوسېدونکی نواب خان وايي، سېلاب خلکو ته ډېر زيانونه اړولي، تر اوسه يې هيڅوک مرستې ته نه دي رسېدلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه په ميدان وردګو ولايت کې د سېلابونو له امله ٣٠ کسان مړه، لسګونه ټپيان او لسګونه نور نادرکه شوي دي.

Visits: 248

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.