منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۳ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د روغتیا نړۍوال سازمان: په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون کسان پر تور زېړي اخته دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۰ کتنې
Sample blood in blood tube for hepatitis test with request form.
Sample blood in blood tube for hepatitis test with request form.

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون کسان پر تور زېړي اخته دي.

دغه سازمان د هپاټيټ نړۍوالې ورځې په مناسبت په یو لړ ټويټونو کې لیکلي، په افغانستان کې نږدې ۶۸۰ زره کسان پر «بي» او ۳۲۰ زره کسان پر «سي» ډول هپاټيټ اخته دي.

د یاد سازمان په خبره، هغه کسان چې نشه‌یې توکي کاروي، د تزریق لپاره له یوې ستنې استفاده کوي، زندانیان، هغه کسان چې له غیر صحي روغتیایي تجهیزاتو کار اخلي او هغه کسان چې غیرمصونې جنسي اړیکې لري، پر دغه ویروس ډېر اخته کېږي.

د یادونې ده، د جولای ۲۸مه د هپاټیټ نړۍوالې  ورځ په ټوګه نومول شوې او هر کال د یادې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې په موخه لمانځل کېږي.

هپاټيټ یوه وژونکي ناروغي ده چې په پنځو ډولونو (E A, B , C, D,) وېشل شوې؛ «سي» او «بي» ډولونه یې د تورزېړي په نوم هم پېژندل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا