Language

پکتیکا کې له زلزله‌ځپلو سره ۱۳،۹ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

ښرنه (پژواک ۸ زمری ۱۴۰۲): پکتیکا ولایت کې د سرې میاشتې سیمه‌ییز دفتر وایي، د دغه ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې یې له زلزله‌ځپلو سره ۱۳،۹ میلیون افغانۍ نغدي مرستې کړې دي.

د سره میاشت سیمه‌ییز دفتر د عامه اړیکو مسوول جاوېد الیاس پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مرستې د زلزله‌ځپلو ۲۰۵ کورنیو سره د هغوی د کورونو د رغولو په پار وشوې.

هغه زياته کړه، د سرې میاشتې له خوا زلزله‌ځپلو سره ۵۰ میلیون افغانۍ نغدي مرستې کېږي چې تر اوسه یې شاوخوا ۳۰ سلنه وېشل شوې دي.

د هغه په خبره، په ګیان ولسوالۍ کې ۱۹۳ زلزله‌ځپلو کورنیو ته پرون او برمل کې ۱۲ زلزله‌ځپلو کورنیو ته نن یادې مرسته ورسېده چې هرې کورنۍ ته ۶۸ زره افغانۍ ورکړل شوې.

login or register a new account.