کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۲): د مرکزي اسیا (کافا) فوټسال جام سیالیو په لړ کې افغانستان ترکمنستان ته په ماتې ورکولو سره دغو لوبو دویم مقام خپل کړ.
د مرکزي اسیا (کافا) د فوټسال جام سیالۍ د تاجکستان په کوربهتوب ترسره کېږي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د مرکزي اسیا فوټسال جام سیالیو کې افغانستان ترکمنستان ته درې په دوه ماته ورکړه او په دې لوبو کې یې دویم ځای خپل کړ.
په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون قرغیزستان، ازبکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو د فوټسال ملي لوبډلې برخه لري.
login or register a new account.