کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د ټایلنډ په کوربهتوب د قارو ترمنځ د «کانټینینټال» فوټسال جام سیالیو کې د افغانستان او چک جمهوريت لوبه څلور د څلورو پر وړاندې مساوي پاى ته ورسېده.
دغه سیالۍ نن د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک ښار کې پیل شوې چې د اګسټ تر ۱۳مې به دوام ولري.
د افغانستان فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، افغانستان د قارو ترمنځ د «کانټینینټال» فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له چک جمهوريت سره څلور د څلورو پر وړاندې مساوي پای ته ورسوله.
د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، په یادو سیالیو کې پر افغانستان سربېره ټایلنډ، چک جمهوريت، میانمار، سلیمان جزایر او موزمبیق هېوادونه په دوو ګروپونو کې ګډون لري.
login or register a new account.