جلالاباد (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۲): د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د ختيځ زر بستريز روغتيايي کمپلېکس د جوړېدو چارې له تېرو دوو کلونو راهيسې ولاړې دي خو د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې د پاتې چارو بشپړولو لپاره يې هڅې ګړندۍ کړې دي.
د دغه کمپلکس د بنسټ ډبره د ۱۳۹۷ کال په چنګاښ مياشت کې د پخواني ولسمشر محمداشرف غني له خوا کېښودل شوه او ټاکل شوې وه چې د ۱۳۹۹ کال په لومړيو کې يې کارونه بشپړ شي.
خو د شاوخوا پنځو کلونو په تېرېدو سره يې تر اوسه چارې نه دي بشپړې شوي او له تېرو دوو کلونو راهيسې پرې هېڅ کار نه دى شوى.
بلخوا د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، که ياد کمپلکس جوړ شي نو ناروغانو درملنې ترڅنګ به يو شمېر کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند نقيبالله رحيمي نن (د زمري ۱۷مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کمپلېکس چې نږدې اتيا سلنه چارې يې بشپړې شوي، د رغونې چارو د بيا پيل لپاره يې هڅې ګړندۍ شوې دي.
هغه وايي، د دغه کمپلېکس د جوړېدو چارې د بودجې د کمښت له امله بندې شوي او تر اوسه هم ورته بودجه نه ده پيدا شوې خو په دې برخه کې جدي هلېځلې روانې دي.
هغه زياته کړه: «والي صیب، عامې روغتیا وزیر، د وزارت اداري او مالي معین، د پلان او پالیسۍ معین او نور مسوولین مو د همدې کمپلېکس ليدلو ته بيولي دي او ستونزه مو ورسره شریکه کړې، هغوی هم په دې برخه کې ژمنې کړې دي.»
د روغتيا رياست وياند زياتوي چې د دغه روغتيايي کمپلېکس د جوړېدو چارو د بيا پيلېدو موضوع له رياستالوزراء، د امير المومنين دفتر او حتی ځينو مرستندويه بنسټونو سره هم شريکه شوې او هيلهمندي شته چې نږدې وختونو کې يې کارونه بيرته پيل شي.
بلخوا د ننګرهار ولايت اوسېدونکي د دغه روغتيايي کمپلېکس پر جوړېدو ټينګار کوي.
د جلالاباد ښار د شپږمې ناحيې یوه اوسېدونکي شفيقالله پژواک ته وويل، که دغه روغتيايي کمپلېکس جوړ شي نو پاکستان ته به د ناروغانو د تګ مخه تر ډېره ونيول شي او اوس چې خلک هلته د تګ پرمهال څومره له ستونزو سره مخ کېږي له دغو ستونزو به خلاص شي.
د ننګرهار ولايت يو بل اوسېدونکی محمد انور چې په روغتيا برخه کې زدهکړې کړي خو دنده نه لري، وايي، د دغه کمپلېکس جوړېدو سره به ډېرو وزګاره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
د يادونې ده، دغه کمپلېکس د نسايي او ولادي ۲۰۰ بستريز روغتون او د روغتيايي علومو انيسټيتوټ د سعودي عربستان په پنځه ميليونه ډالره مرسته، د معلولينو د درملنې ۱۵۰ بستريز روغتون د سويډن موسسې په شپږ پنځوس ميليونه ډالر مرسته او د نريرنځ د درملنې ۴۰ بستريز روغتون د امريکا پرمختيايي ادارې په لس ميليونه ډالره مالي مرسته جوړ شوي او پاتې ۶۰۰ بستريز روغتون يې د حکومت له بودجې جوړيږي چې تر اوسه یې چارې نه دي بشپړې شوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










