ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د موټر چپه کېدو له امله يو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي

بغلان کې د موټر چپه کېدو له امله يو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي

author avatar
9 Aug 2023 - 16:19
بغلان کې د موټر چپه کېدو له امله يو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي
author avatar
9 Aug 2023 - 16:19

پلخمري (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): د بغلان امنیه قوماندانۍ وايي چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د يوه کرولا موټر چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د بغلان امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري رسنيو ته استول شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار د خنجان ولسوالۍ په برنډه سيمه کې يو کرولا موټر چپه شوى دى.

سرچينه وايي چې په دې پېښه کې يو کس مړ او څلور نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د بغلان ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل، کرولا موټر د شمالي سالنګ په برنډه سيمه کې له ۵۰ متره لوړوالي يوې کندې ته غورځېدلى چې يو کس په کې مړ او څلور نور ټپيان شوي دي.

هغه وويل چې په دغه کرولا موټر کې د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي وو چې غوښتل يې کابل ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې اونې وړاندې هم په ياده سيمه کې يو باروړونکى موټر چپه شوى و چې له امله يې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Views: 128

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.