ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي

بامیان کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي

author avatar
10 Aug 2023 - 13:38
بامیان کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي
author avatar
10 Aug 2023 - 13:38

بامیان (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۲): بامیان کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي ‌دي.

د بامیان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخوانی رسا پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه د شیبر ولسوالۍ په «کالو» سیمه کې د کابل – بامیان پر لار شوې ‌ده.

هغه زیاته کړه: «پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې یو کرولا ډوله موټر له سړکه منحرف او چپه شو چې په پایله کې یې شپږ کسان ټپیان شول.»

د بامیان ولایت امنیې قوماندانۍ د ویاند په خبره، د دې پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې د دوو تنو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی‌ دی.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.