ژبه

تازه خبرونه
لوګر کې د نجونو او هلکانو ۶۶ دیني مدرسې پرانیستل شوې

پل‌علم (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲):‌ د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د پوهنې په چوکاټ کې د نجونو او هلکانو ۶۶ دیني مدرسې پرانیستل شوې.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې کلیوالي مدرسې د پوهنې ریاست مقام په وړاندیز او د اسلامي زده‌کړو امریت په هلو ځلو د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت په چوکاټ کې نوې پرانیستل شوې چې ۴۶ د هلکانو او ۲۰ د نجونو دي.

عرب زیاته کړه، د دغو مدرسو په پرانیستل کېدو سره  ۵۸۳۳ هلکانو او ۱۵۴۳ نجونو ته په خپلو کلیو کې د دیني زده‌کړو زمینه برابره شوه او هم ورته ۱۴۷ نارینه او ۲۰ ښځینه ښوونکي ټاکل شوي دي.

پوهنې ریاست ویاند زیاته کړه: «د لوګر ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو او کلیو کې هم ورته دیني مدرسو ته اړتیا لیدل کېږي او د لوګر پوهنې ریاست رهبري هڅه کوي چې له وزارته د یادو سیمو لپاره هم دیني مدرسې منظورې کړي او د زده‌کوونکو پر مخ یې پرانیزي.»

د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د پوهنې وزارت له لوري په کلیوالي سیمو کې د دیني زده‎کړو لپاره لسګونه دیني مدرسې پرانیستل شوې دي.

د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي بسم‌الله پژواک ته وویل، خوښ ده چې پوهنې وزارت لوګر کې لسګونه دیني مدرسې پرانیستې خو ټینګار کوي چې هېواد کې د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي هم پرانیستل شي.

د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سیدالرحمن پژواک ته وویل، پوهنې وزارت ته په کار ده چې د ديني مدرسو ترڅنګ د ښوونځيو د ودانيو، کتابونو او مسلکي استادانو ستونزې هم هوارې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم په لوګر ولايت لسګونه ديني مدرسو په رسمي او غيررسمي ډول فعاليت درلود.

ورته موضوع