منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۵ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې شپږ کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیول شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۷۱ کتنې · تازه شوی

مزارشریف (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د بلخ امر بالمعروف ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښارکې یې شپږ کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي.

د بلخ امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایاتو ریاست په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د دغه ریاست د نهمې ناحیې محتسبینو د امنیتی کسانو په مرسته، د شپې ۱۲ بجې شپږ کسان د ختنې مراسمو کې د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي.

سرچینه زیاتوي چې یاد کسان د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایاتو ریاست ته لېږدول شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه