ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي د میرامور نږدې نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري

د دایکنډي د میرامور نږدې نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
9 Sep 2023 - 14:48
د دایکنډي د میرامور نږدې نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
9 Sep 2023 - 14:48

نیلي (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۲): د دایکنډي د میرامور ځیني اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ نږدې نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې په ازاده فضا او حسینیو کې درسونه وايي.

د دایکنډي د پوهنې مسوولین هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې د ۷۱ فعالو ښوونځیو له ډلې ۲۹ یې ودانۍ نه لري.

د میرامور د «تي‌کان برکر لېسې» د دوولسم ټولګي زده‌کوودنکي عبدل پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښوونځي ودانۍ نشتوالي له امله په ازاده فضا او حسینیه کې درس وايي.

هغه زیاته کړه چې په ګرمه او سړه هوا کې له سختو ستونزو سره مخ وي؛ کله چې هوا ډېره سړه شي، د سیمې په یوه حسینیه کې درس وايي.

هغه څرګنده کړه چې د درس ویلو لپاره ان خېمه هم نه لري؛ په داسې حال کې چې د نورو سیمو بې‌ودانیو ښوودنځیو ته خېمې وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: «زموږ د سیمې خلک بې‌وزله دي، د دې توان نه لري چې خپله ښوونځی جوړ کړي، له لومړي ټولګي تر اوسه کله په حسینیه او کله په ازاده فضا کې درس وایو.»

هغه د پوهنې له مسوولینو وغوښتل چې د دوی دې ستونزې ته پاملرنه وکړي.

د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ یوه سپین‌ږیري محمدعلي محمدي وویل، د دې ولسوالۍ د ځینو سیمو ښوونځیو د ودانیو نشتوالي ستونزه ډېره جدي ده او په دې برخه کې د ځايي خلکو هڅو هم کومه نتیجه نه ‌ده ورکړې.

هغه زیاته کړه: «زموږ د سیمې ښوونځی ودانۍ نه لري؛ د کال په لومړیو کې خلک راټولېږي او تصمیم نیسي چې سږ کال زده‌کوونکي په کومه حسینیه کې درس ووايي، د حسینیې لپاره باید یو څه پیسې هم راټولې کړو.»

محمدي له حکومته وغوښتل چې د سیمې ښوونځيو ته یې پاملرنه وکړي څو د اولادونو دغه ستونزه یې هواره شي.

په همدې حال کې، د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین هم تاییدوي چې په میرامور ولسوالۍ کې یو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري.

د دایکنډي د پوهنې ریاست سرپرست او تدریسي مرستیال قاري عنایت‌‌الله سهار وویل چې په میرامو ولسوالۍ کې ۷۱ ښوونځي فعال دي چې شاوخوا ۳۶ یې ودانۍ لري او ۲۹ نور یې نه لري.

هغه زیات کړه، د پوهنې ریاست هڅه کوي څو ټولو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.

د سهار په خبره، دمګړۍ د شپږو ښوونځیو ودانیو جوړولو چارې روانې دي.

نوموړي دغه راز وویل، په ټول دایکنډي کې د ۴۳ زره زده‌کوونکو لپاره ۴۳۱ ښوونځي دي چې ۲۴۳ یې ودانۍ لري خو ۱۷۷ نورو ښوونځیو زده‌کوونکي په ازاده فضا کې درس وايي.

Views: 117

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.