ژبه

بغلان کې د غلو یوه نهه‌کسیزه ډله نیول شوې

پلخمري (پژواک، ۱۸ وږي ۱۴۰۲): د بغلان امنیه قوماندانۍ وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې یې د وسله‌والو غلو یوه نهه‌‌کسیزه ډله نیولې ده.

د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر قاري عبدالغیور خادم پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد کسال هغه مهال نیول شوي چې یوه کور ته د غلا لپاره ورغلي وو.

هغه وویل، یادو نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او دوه میله کلاشینکوف هم ترې ترلاسه شوي دي.

دغه‌راز د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني په دې اړه پژواک ته وویل، بغلان د نهو شمالي ولایتونو لویه لار ده، د دغه ولایت له لارې ډېر خلک تګ راتګ کوي او تر بل هر ځای باید ډاډمن امنیت ولري.

د ده په وینا، د غلو یادې ډلې په نیول کېدو سره به امنیت لا ډاډمن شي او هیچاته اجازه نه ورکوي چې خلک و ځوروي.

ورته موضوع