Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې یو کس په ډزو وژل شوی

پاراخ (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۲): د پنجشېر د اطلاعات او کلتور ریاست وايي چې د دغه ولایت په پریان ولسوالۍ کې د شخصي دښمنۍ له امله یو کس وژل شوی او زیاتوي چې په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.

د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرالله ملک‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، دا سړی «دادالله» نومېده او د جمعې ماښام شپږ بجې د پریان ولسوالۍ په کورپیتاب کلي کې د خپلو دښمنانو له لوري د ښکاري ټوپک او تومانچې په ډزو وژل شوی دی.

د هغه په خبره، په دې وژنه کې دوه کسان شریک وو چې د پولیسو د هڅو په پایله کې یو نیول شو او بل د پولیسو تر تعقیب لاندې دی.

د اطلاعات او فرهنګ رییس د دغه قتل لامل شخصي دښمني وښوده، ویې ویل، د وژل شوي کس (دادالله) تره پنځلس کاله مخکې د یادو دوو قاتلانو یو خپلوان وژلی و او دا دښمني تر اوسه نه وه حل شوې.

د تېرې میاشتې د راپور پر اساس هم په پریان ولسوالۍ کې یو کس د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.