مزارشریف (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۲): د بلخ قومانداني وایي، د دغه ولایت د دويمې امنیتي حوزې اړوند سيمه کې یې یو کس د مړه شوو چرګانو غوښې د پلور په تور نيولى دى.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې نیول شوی کس د دغه ولایت د اتمې ناحیې اړوند د نورخدا سيمې اوسېډونکی دی.
هغه وایي چې یاد کس یې د مړه شوو چرګانو له ۷۳ کیلوګرامه غوښې سره یوځای نیولی دی.
وزیري زیاته کړه، له لومړنیو څېړنو وروسته به نیول شوی کس عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر قصابان د مړه شوو څارویو غوښې د پلور په تور نیول شوي وو.
Hits: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن