مزارشریف (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د بلخ ځایي مسوولین وایي چې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د مزارشریف ـ شبرغان لویې لارې بیارغونې او داغګیرۍ چارې پیل شوې.
د بلخ د ټولګټو رییس محمداکبر فیاض پژواک ته وویل چې د ټولګټو وزارت د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د مزارشریف - شبرغان لویه لار بیارغول کېږي او داغګیري يې کېږي.
هغه زیاته کړه چې دغه سړک ۵۵ کیلومتر اوږدوالی لري او په ۶۷ برخو کې ترمیم او داغګیري ته اړتیا لري چې نن یې عملي چارې پیل شوې.
په همدې حال د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس وایي چې تېرکال د دې لویې لارې د پلچکونو جوړولو چارې بشپړې شوې او نن يې د ترمیم او داغګیرۍ چارې پیل شوې.
بلخوا د دې لویې لارې موټرچلوونکي د سړک جوړېدو ته خوښ دي.
د دې لارې یوه موټرچلوونکي عبدالرحیم پژواک ته وویل، خوښ دی چې د دغه لویې لارې د داغګیرۍ او بیارغونې چارې پیل شوې؛ ځکه له دې مخکې موټرچلوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو او هم د دې لارې د خرابوالي له امله ګڼ شمېر ټرافیکي پېښې رامنځته کېدې.
د مزارشریف - شبرغان لویې لارې د داغګیرۍ چارې په داسې حال کې پیلېږي چې له دې مخکې د ۳۲ میلیون افغانیو په لګښت د سمنګان – بغلان او سمنګان – بلخ لویو لارو د داغګیرۍ چارې هم پیل شوې دي.