Language

د چین اسیایي سیالۍ؛ د تکواندو یوه افغان لوبغاړي د برنز مډال ترلاسه کړ

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د چین په اسيايي سیالیو کې د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي محسن رضایي د درېيو بریاوو او یوې ماتې په درلودو سره د برنزو مډال ترلاسه کړ.

 د المپیک ملي کمېټې او د ورزش عمومي ریاست پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، محسن رضایي درېيو هېوادونو، تاجکستان، جاپان او قزاقستان ته په ماتې ورکولو سره د اسیا په المپیکي سیالیو کې د برنزو مډال وګاټه.

المپیک کمېټې ویلي، محسن رضایي خپله څلورمه لوبه بیا کوریایي حریف ته وبایلله.

د اسیا المپیکي سیالۍ وړمه ورځ په چین کې پیل شوې چې له افغانستانه د ۱۵ رشتو له ۸۰ ډېر لوبغاړي په کې ګډون لري.

login or register a new account.