Language

کنړ کې د یوه ګرځنده روغتیایي ټیم موټر چپه کېدو له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

اسعداباد (پژواک، ۱۱ تلې ۱۴۰۲): د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست وایي، د دغه ولایت په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې د یوه ګرځنده روغتیايي ټیم موټر چپه کېدو له امله، د دوو ښځینه ډاکټرانو په ګډون درې تنه مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

‎د کونړ ولایت د عامې روغتیا رئیس قاري مظفر مخلص پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د ماڼوګۍ ولسوالۍ اړوند دمګلیک سېمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وایي چې په دغه پېښه کې «د ماشوم ساتنې موسسې» د ګرځنده روغتیایي ټیم چې د یاد ریاست اړوند کار کوي،  یوه قابله، یوه واکسیناتوره او ډریور وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه د معلوماتو له مخې چې ټپیان د اسعداباد روغتون ته وروړل شوي دي.