ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان کې د روغتیا برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ

د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان کې د روغتیا برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ

author avatar
4 Oct 2023 - 11:36
د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان کې د روغتیا برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ
author avatar
4 Oct 2023 - 11:36

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت وایي، د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان استازي د دغه وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې د روغتیا په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.

دغه وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له یوه استازي سره لیدلي او د عامې روغتیا وزارت او د دغه سازمان ترمنځ یې د ګډې همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

دغه وزارت ویلي، په دې ناسته کې ډاکټر عباد په ټول هېواد کې د روغتیایي خدمتونو پر ښه والي ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه وزارت شپه ورځ هڅه کوي څو د هېواد په ټولو برخو کې معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

عباد ویلي: «په تېرو دوو کلونو کې مونږ د هېواد په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۳۰۰ روغتونونه او کلینیکونه جوړ کړي او د روغتیايي مرکزونو لپاره د اړتیا وړ طبي وسایل هم پېرل شوي او د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې کموالي په برخه کې ډېرې هلې‌ځلې شوې دي.»

سرچینې ویلي، د عامې روغتیا وزیر له افغانستان سره د دغه سازمان د همکاریو قدرداني وکړه او د روغتیا په برخه کې یې د هغوی د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

دغه وزارت ویلي، په دې ناسته کې د اسلامي هېوادونو د سازمان استازي په روغتیایي برخه کې د دغه سازمان د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې د روغتیا په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.