ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې ناپېژانده کسانو یو سپین‌ږیری وژلی

کندهار کې ناپېژانده کسانو یو سپین‌ږیری وژلی

author avatar
7 Oct 2023 - 05:57
کندهار کې ناپېژانده کسانو یو سپین‌ږیری وژلی
author avatar
7 Oct 2023 - 05:57

کندهار (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): کندهار کې مسوولین وایي، د کندهار ښار د شپږمې حوزې اړوند په ځوان‌اغا کلاچه کې ناپېژانده کسانو د سیدمحمد په نوم یو سپين‌ږیری په ساتول وهلی او وژلی یې دی.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ صابر د جمعې په ورځ ناوخته پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه د دغه کس د وژنې انګېزه نه ده معلومه خو د پلټونو لپاره د هغه زوی د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د شپږمې ناحیې اوسېدونکی محمداکبر وایي، سیدمحمد له چا سره شخصي دښمني نه لرله او نه هم د هغه وژونکي چا لیدلي دي.

د سیمي ځیني اوسېدونکي بیا وایي، د سیدمحمد کورنۍ ستونزې لرلې؛ ښايي د وژنې لامل یې هم همدا ستونزې وي؛ ځکه امنیتي ځواکونو د هغه زوی نیولی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.