منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۹ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اسیایي لوبې؛ افغان الف لوبډله نن له هندوستان سره پای‌لوبه کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴۰ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ الف لوبډله د چین په اسیایي لوبو کې نن له هندوستان سره پای‌لوبه ترسره کوي.

افغان کرکټ الف لوبډلې د چین په اسیایي لوبو کې سریلانکا او پاکستان ته په ماتې ورکولو سره په دغو سیالیو کې پای‌لوبې ته لار پیدا کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، افغان ابدالیان (الف لوبډله) نن د افغانستان پرمهال له غرمې مخکې لس نیمې بجې د چین په اسیایي لوبو کې له هندوستان سره پای‌لوبه ترسره کوي.

د یادونې ده، د افغانستان الف لوبډله به له دې سیالیو وروسته عمان ته لاړه شي او هلته به له کوربه هېواد سره دوه یو ورځنۍ او پنځه شل اوریزه لوبې ترسره کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې