منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان نن خپله لومړۍ لوبه له بنګله‌دېش سره کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴۰ کتنې · تازه شوی

نړۍوال جام سیالۍ؛ پچه بنګله‌دېش وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): افغان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه د بنګله‌دېش پر وړاندې ترسره کوي.

د نننۍ لوبې پچه بنګله‌دېش وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړۍوال جام سیالۍ وړمه ورځ په هندوستان کې پیل شوې.

دغه راز د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې ترسره کېږي چې افغانستان به له بنګله‌دېش سره او سریلانکا به له سویلي افریقا سره سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، افغان لوبډله به د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه د افغانستان پرمهال د سهار په نهه نیمې بجې له بنګله‌دېش سره ترسره کړي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون هندوستان، انګلستان، اسټرالیا، نیوزلینډ، پاکستان، سریلانکا، سویلي افریقا، بنګله‌دېش او د نیدرلینډ لوبډلې ګډون لري.

د یادونې ده، افغانستان به په نړۍوال جام کې خپله دویمه لوبه د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۱مه له هندوستان ترسره کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې