اسعداباد (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۲): د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز او وټهپور ولسوالۍ کې د ۳۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د کروندګرو لپاره ۲۵ شنې خونې جوړې شوې.
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پلان او برنامو د هغمږۍ عمومي مدیر موسی نورزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه شنې خونې د ملګرو ملتونو د کرنې نړۍوال سازمان په مالي مرسته جوړې شوي چې پر مټ به یې کروندګر وکولای شي په غیر موسمي وختونو کې له کرنېزو ځمکو حاصلات لاسته راوړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، پر دغو شنو خونو شاوخوا ۳۰ زره امریکایي ډالر لګښت راغلی دی.
نوموړی زیاتوي، هره شنه خونه په لس مترمربع ساحه کې جوړه شوې او له دې لارې د کروندګرو اقتصاد وده وکړي.
هغه دغه راز وویل چې یاد ریاست به د همکارو موسسو په مرسته له کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو، کیمیاوي سرې او نباتي درملو مرسته کوي.
په ورته مهال، کروندګر د خپلو حاصلاتو د ډېرېدو او ښهوالي لپاره د شنو خونو جوړېدو ته خوښ دي او زیاتوي چې له دې لارې به یې اقتصادي ستونزې کمې شي.
د وټهپور ولسوالۍ د نیشهګام اوسېدونکی عبیدالله وایي: «موږ خوښ یو چې د کرنې ریاست راته شنې خونې جوړې کړې، له دې لارې به موږ په غیرې موسمي وختونو کې له نباتاتو ښه حاصل لاسه راوړو.»
د کونړ مرکز اسعداباد یو بل اوسېدونکی لعلمحمد د یادو شنو خونو له جوړېدو خوښي څرګندوي او له حکومته غواړي چې لا ډېرې شنې خونې جوړې کړي.