ژبه

فاریاب کې د هرات زلزله‌ځپلو ته د ۱۳ میلیون افغانیو مرسته ټولېدل؛ د ښاروالۍ یوه کارکوونکي خپل یو میاشتنی معاش ورکړی

میمنه (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۲): د فاریاب علماوو شورا او ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د ژورنالیستانو او ځوانانو له خوا ۱۳ میلیونه افغانۍ او یو څه البسه راټول او د هرات له زلزله‌ځپلو سره مرسته شوي دي.

د فاریاب د علماوو شورا رییس شیخ حیات‌الله حلیم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پیسې د هرات له زلزله‌ځپلو سره د مرستې په موخه راټولې شوې چې د هرات والي او زلزله‌ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون ته سپارل شوې دي.

د ولایت مقام د دفتر مالي او اداري رییس مولوي حیات‌الله مهاجر وایي، د خبریالانو او ځيني ځوانانو د طرحې له مخې د دغه ولایت د والي په تایید او ملاتړ او د علماوو شورا د مرستیال تر مدیریت لاندې د هرات زلزله‌ځپلو لپاره د مرستو راټولولو یو کمېسیون جوړ شو.

نوموړي زیاته کړه، دغه کمېسیون د ولایت مقام، د میمنې ښاروالۍ، استخباراتو، اطلاعاتو او فرهنګ، د ژورنالیستانو ملي اتحادیې، د صرافانو اتحادیې، ملي راډیو تلوېزیون، له پېښو سره د مبارزې، حج او اوقافو، د اصنافو، قومي مشرانو او له ځينو د ګذر وکیلانو له استازو جوړ شوی دی.

هغه وویل چې یاد کمېسیون د یوې اونۍ کمپاین په ترڅ کې له خلکو، د اصنافو له استازو، د جوماتونو له ملا امامانو، صرافانو، امنیتي او ملکي ارګانونو، روغتیایي سکتور او ولسوالیو شاوخوا ۹ میلیونه افغانۍ او یو څه البسه راټول کړي او دغه راز د ځینو فاریابي سوداګرو له خوا ۴۷ زره ډالر او ۷۰۰ زره افغانۍ د صرافانو د اتحادیې له خوا راټولې شوې چې د زلزلې په لومړیو ورځو کې هرات ته استول شوې وې، په ټوله کې د فاریاب د خلکو نغدي مرسته نږدې ۱۳ میلیون افغانیو ته رسیږي.

د فاریاب د ژورنالیستانو ملي اتحادیې مسوول او د پژواک خبریال قطب‌الدین کوهي وایي، د هرات زلزله‌ځپلو ته د مرستې راټولولو په موخه د ځينو ځوانانو په همکارۍ یوه طرحه جوړه شوې چې د ولایت مقام، د علماوو شورا او د بېلابېلو قشرونو له خوا یې ملاتړ وشو او د خلکو او سوداګرو له خوا نږدې ۱۳ میلیونه افغانۍ مرسته وشوه.

هغه وویل، د علماوو شورا مشرتابه او د کمېسیون غړو هرات ته د یوه سفر په ترڅ کې له زلزله‌ځپلې سیمې لیدنه وکړه، شاوخوا ۷۰۰ زره افغانۍ یې زیانمنې شوو کورنیو ته ورکړې او ۸ میلیونه او ۲۰۰ زره نورې یې والي او د هرات زلزله‌ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون غړو ته وسپارلې.

د هرات والي مولوي نوراحمد اسلام‌جار د فاریاب خلکو له خواخوږۍ او مرستې مننه وکړه، ویې ویل چې په هرات کې د مرګونې زلزلې له امله زرګونه کسان مړه او ټپيان شوي او زرګونه کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

هغه وویل، په زلزله‌ځپلې سیمه کې وضعیت مدیریت شوی، د حکومت او خلکو مرستې دوام لري، خو ډېره لویه غمیزه ده او لا ډېرې مرستې ته اړتیا شته.

د هرات زلزله‌ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون غړي مولوي نعمت‌الله رحیمي وویل، د فاریاب مشرانو د پېښې په لومړیو ورځو کې ۴۷ زره ډالره ور استولي و، ۸ میلیونه او ۲ سوه زره افغانۍ او یو څه البسه یې له ځان سره هرات ته راوړي دي.

نوموړي وویل: «د هرات وروستۍ پېښې وښوده چې د افغانستان ټول خلک د یوه او بل په غم کې شریک دي، د هېواد له بېلابېلو سیمو خلکو، سوداګرو، موسسو او خصوصي دفترونو مرستې وکړې، دغه مرستې به زیانمنو ته په شفاف ډول ووېشل شي او هغوی ته به پرې سرپنا جوړه شي چې دمګړۍ د زنده‌جان په څلورو کلیو کې د کورونو جوړېدو پروژه پیل شوې ده.»

هغه وویل، کوم کورونه چې جوړیږي، دوه خونې او یو دهلېز به ولري، په سیمه کې ټولې اړتیاوې لکه کلینیکونه، مدرسې او جوماتونه په نظر کې نیول شوي، تر اوسه دغه کمېسیون ته د خلکو، سوداګرو او موسسو له خوا د زرو کورونو د جوړېدو پیسې ورکړل شوې دي.

د میمنې ښار د کوهي‌خانه بالا د ګذر وکیل احمدسالم اشکاني د فاریاب د خلکو خواخوږي او مرسته وستایله، ویې ویل: «یو کارګر ماشوم مې ولید چې په یوه ورځ کې یې ۴۹ افغانۍ کار کړی و او د ښاروالۍ یو کارمند مې ولید چې د مرستې په موخه یې د خپلې یوې میاشتې تنخوا ۷۸۰۰ افغانۍ د مرستو په صندوق کې واچولې.»

د میمنې ښاروالۍ یوه کارکوونکي حسیب‌الله چې خپله یوه میاشتنۍ تنخوا یې د هرات له زلزله‌ځپلو سره مرسته کړې، وایي، کله یې چې په ټولنیزو شبکو کې د هغه کس فریاد واورېده چې د کورنۍ ۱۴ غړي یې له لاسه ورکړي، ده ته د زغملو وړ نه و.

هغه وویل چې د ښاروالۍ په معاش سره یې ژوند په سختۍ تېریږي خو د هرات زلزله‌ځپلي یې له خپلې کورنۍ وړاندې وبلل او د یوې میاشتې تنخوا یې د مرستو په صندوق کې واچوله.

د سرپل والي محمدیعقوب عبدالرحمن اکه پژواک ته وویل: «په هرات کې له مرګونې زلزلې وروسته مو د دغه ولایت د علماوو شورا په مشرۍ یوه کمېټه جوړه کړه، د هرات زلزله‌ځپلو ته مو مرستې راټولې کړې، تر اوسه څلور میلیونه او ۷۰۰ زره افغانۍ راټول شوې او دا لړۍ به تر راتلونکو څو ورځو دوام ولري.»