زرنج (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۲): د نیمروز د مرکز زرنج ښار یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې په دغه ښار کې د ترافیکي څراغونو له نشتوالي او ګڼېګوڼې شکایت کوي چې مسوولین د دې ستونزو هواري برخه کې د ځینو اقداماتو خبره کوي.
د زرنج ښار اوسېدونکی سلیمان تاجک چې په ګڼهګوڼه کې خپل موټر کې له ناروغ ایسار پاتې دی، د ترافیک پولیسو او ترافیکي څراغونو له نشتوالي شکایت کوي.
هغه وویل، له کلونو راهیسې په زرنج ښار کې ترافیکي اشارې نشته، خو په دې وروستیو کې ترافیک پولیس هم ډېر لږ تر سترګو کېږي څو ګڼه ګوڼه کنټرول کړي.
هغه وايي: «د هر چا چې هر ځای زړه شو، خپل موټر دروي، نیمايي سړک د موټرو په غیرقانوني پارک کولو بند وي، لاره بندیږي چې بیا نیم ساعت موټر له کوڅو نه ایستل کېږي.»
په همدې حال کې، د زرنج ښار بل اوسېدونکی عبدالرشید بارکزی چې ښاري ټکسي لري، هم ورته شکایت کوي او وايي، هر څو چې بېنظمي وي؛ هغومره یې ښاري موټرچلوونکو ته زیان رسېږي.
هغه زیاته کړه: «په ښارونو کې معمولاْ په ترافیکي اشارو د وسایطو تګ راتګ کنټرولېږي، د دې ترڅنګ ترافیک پولیس هم د خلکو او موټرو په تګ راتګ کې د نظم لپاره په هره څلورلاره کې ولاړ وي، خو په ولایتونو، په ځانګړې توګه په زرنج ښار کې له کلونو راهیسې ترافیکي اشارې نشته، ترافیک پولیس هم ډېر کم لیدل کېږي، خلک هم ترافیکي قوانین نه مراعاتوي.»
هغه په ښار کې د رېکشو له ډېرېدو او د چلوونکو له لوري یې د قوانینو له نه مراعاتېدو شکایت کوي او وايي: «کله چې ښار ته ځو، اول خو ریکشې زیاتې شوې چې د ترافیکي قوانینو له رعایت پرته د سړک دواړو غاړو ته دریږي او سړکونه بندوي.»
په همدې حال کې د نیمروز د ترافیکو مدیر مولوي سمیعالله جبیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نیمروز د ترافیکو مدیریت په لږ شمېر تشکیل سره په ښار کې د ګڼېګوڼې د کنټرول لپاره هڅې کوي.
هغه د بېلګې په توګه وايي: «د جمهوریت په وخت د ترافیکو مدیریت تشکیل ډېر کم و، موږ په ټول نیمروز کې د ترافیکو ۲۳ کسان لرل، د امارت له راتلو وروسته په هره ولسوالۍ کې دوه – دوه نفر زیات شوي چې اوس د ښار په کچه ۱۴ ترافیک د وسایطو د تګ راتګ د نظم لپاره ګومارل شوي، دغه راز نوی تشکیل د زرنج – دلارام لویې لارې ته هم ورکړل شوی چې تر اوسه موږ ته نه دی راغلی.»
هغه زیاته کړه: «موږ د زرنج له ښاروالۍ سره په همغږۍ یوه نقشه جوړه کړې ده، ټول مربوطه جدولونه مو چمتو کړي چې څومره لوحو ته اړتیا ده او دغه راز د زرنج – دلارام پر لویه لار د ترافیکي اشارو لګول تر کار لاندې دي چې د سړک د داغنیونې له بشپړېدو وروسته ترافیکي اشارې هم نصبیږي، موږ د ښار د وضعیت ښه کېدو لپاره ارام نه یو ناست، مرکز ته مو وړاندیز کړی تعقیبوو یې، انشاءالله کېږي.»
خو د زرنج ښار له اوسېدونکو غواړي چې د ښاري نظم په مراعاتولو کې له ترافیکو سره همکاري وکړي؛ ځکه د ترافیک پولیسو په کم تشکیل سره په یوه ښار کې بشپړ نظم نه راځي.
دغه راز هغه ژمنه وکړه چې له زورواکو او هغه کسانو سره چې ترافیکي نظم ګډوډوي، د ترافیکي اصولو خلاف تګ راتګ کوي او خلکو ته ستونزې جوړي، قانوني او اصولي چلند کېږي.
Visits: 121
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن