فراه ښار (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۲): فراه کې د لوېدیځ زون پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالیو اتلولي د فراه ولایت عدالت لوبډلې خپله کړه.
دغه سیالۍ چې د تېرې یکشنبې ورځ پیل شوې وې، په کې د فراه، هرات، نیمروز، غور او بادغیس ولایتونو اتلو لوبډلو برخه اخیستې وه.
د فراه د بدني روزنې او ورزشي امر حمیدالله حمید وایي چې د سیالیو په پای کې د فراه عدالت لوبډلې په لسو امتیازونو سره لومړی مقام خپل کړ او اتلولي یې وګټله.
په دې بریا سره به د فراه عدالت لوبډله د لوېدیځ زون په استازیتوب په کابل کې مرکزي سیالیو کې ګډون وکړي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن