کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانسان کرکټ بورډ وایي چې له ۱۹ کلنو کمعمره افغان لوبډله له سوېلي افریقا او هند سره د درې اړخیزه لوبو ترسره کولو په موخه نن سوېلي افریقا ته ولاړه.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډله د هند او سوېلي افریقا لوبډلو پر وړاندې د درې اړخیزې لوبلړۍ ترسره کولو په موخه نن له متحده عربي امارتو سوېلي افریقا ته روانه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې له ۱۹ کلنو کمعمره افغان لوبډله نړۍوال جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه څه موده مخکې عربي اماراتو ته تللې وه.

د یادو درې هېوادونو لوبډلو ترمنځ د کرکټ دغه سیالۍ د سوېلي افریقا په کوربهتوب د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۹مه پیلېږي او د را روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۰مې به دوام ولري.

افغانستان به په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه د ډسمبر په ۲۹مه له هند او دویمه به د ډسمبر په ۳۱مه له سوېلي افریقا سره ترسره کړي.

دغه راز افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په څلورمه له هند او دغه راز وروستۍ او څلورمه سیالۍ به د همدې میاشتې په ۸مه له سوېلي افریقا سره ترسره کړي او له هغه وروسته به د دوو غوره لوبډلو ترمنځ د جنورۍ په ۱۰مه پایلوبه ترسره شي.

د یادونې ده، له یادو سیالیو وروسته به افغان لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۴ کال له ۱۹ کلنو کمعمره د کرکټ نړۍوال جام کې ګډون وکړي چې د جنورۍ په ۱۹مه په سوېلي افریقا کې پیلېږي.