هرات (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۲): هرات کې امنیتي سرچینې وايي په دغه ولایت کې یوه ماشومه چې پلار یې له وهلو ډبولو وروسته په کور کې بندي کړې وه، د امنیتي ځواکونو عملیاتو په نتیجه کې خوشې شوه.
د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالله انصاف وویل چې امنیتي ځواکونو تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې هغه ماشومه ژغورلې چې د دغه ولایت په څلورمه ناحیه کې د خپل پلار له لوري لومړی وهل شوې او وروسته دوه شپې او ورځې په کور کې زنداني شوې وه.
هغه څرګنده کړه، تورن کس له سیمې تښتېدلی او امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.
دغه ماشومه چې نرګس نومېږي وايي، پلار یې سخته ووهله، دوه شپې ورځې په خپل کور کې بندي وه، وروسته د هرات امنیې قوماندانۍ پولیسو له لوري وژغورل شوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن