Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي

غزني ښار (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په لومړۍ امنیتي حوزې سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه مهال د غزني ښار اړوند روضې کوتل سیمه کې یو مازدا موټر له یوه رینجر سره ټکر کړی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوو امنیتي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

نوموړی وایي چې ټپي شوی کس د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.