منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۸ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

هرات ښار کې اورلګېدنې له امله دوه کسان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۰۲ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): د هرات ښار د تېلو یوه پلورنځي کې اورلګېدنې له امله دوه کسان مړه او یو ټپي شوی دی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د شپې ناوخته پر اېکس شبکې لیکلي چې دا پېښه د هرات ښار د عراق دروازې سیمه کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، په دې پېښه کې  دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی چې ټول پلار او زامن دي.

دغه ریاست ویلي، په دې پېښه کې یو مړ شوی کس حبیب‌الله فیضي نومېده چې معیوب و او د اور پر مهال نه دی توانېدلی له دوکانه ووځي.