ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې یوه ماشومه د سیند اوبو کې ډوبه او مړه شوې

لغمان کې یوه ماشومه د سیند اوبو کې ډوبه او مړه شوې

author avatar
12 May 2024 - 16:13
لغمان کې یوه ماشومه د سیند اوبو کې ډوبه او مړه شوې
author avatar
12 May 2024 - 16:13

مهترلام (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): د لغمان ځايي مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز اړوند شاه‌توره سیمه کې یوه کوچنۍ نجلۍ د سیند په اوبو کې ډوبه شوې وه چې جسد یې نن په شمټیو سیمه کې له اوبو را ایستل شوی دی.

لغمان کې طبیعي پېښو ته د رسېدو او چمتووالي رییس قاري خیرمحمد غازي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز مهترلام اړوند شاه‌توره سیمه کې یوه ماشومه د الینګار سیند په اوبو کې ډوبه شوې وه چې جسد یې نن په شمټیو سیمه کې د یاد ریاست او ځايي خلکو په مرسته را ایستل شوی او کورنۍ ته یې سپارل شوی دی.

 هغه وویل چې له یادې کورنۍ سره یې یوه اندازه مرسته هم کړې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.