Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د ۲۲ ښوونځیو ودانیو بیارغولو چارې پيل شوې

پل‌علم (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): په لوګر ولایت کې د ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۲ ښوونځیو ودانیو بیارغولو چارې پيل شوې.

د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د پوهنې وزارت له لوري په دغه ولایت کې د پنځه میلیون افغانیو په لګښت د ۱۳ ښوونځیو د ودانیو بیارغولو چارې پيل شوې.

هغه زیاته کړه، په دې کې هغه ښوونځي شامل دي چې د تېرو جګړو او یا هم د وروستیو ورښتونو له امله تخریب شوي دي.

د نوموړي په خبره چې د دغو ښوونځیو بیارغولو چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

هغه دغه راز وویل، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري هم د نهو ښوونځيو ودانۍ د ۴۵ میلیون افغانیو په لګښت د روان کال تر پایه بیارغول کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «د ذکر شوو ښوونځيو بیارغونه کې ښوونځیو ته د احاطوي دېوالونو جوړول، د لمريزې برېښنا فعالول، ښوونکو او زده‌کوونکو ته د څښاک پاکو اوبو او د حفظ الصحې اسانتیاوې برابرولو په موخه د ژورو څاګانو کيندل، د لاس منځلو ځایونه، کانکریټي کثافت‌دانۍ او د ساده او عصري تشنابونو جوړول شامل دي.»

د پوهنې ریاست ویاند زیاتوي، د یادو ښوونځيو په بیارغونې سره به شاوخوا ۴۰ زره نجونو او هلکانو ته د لیک لوست خوندي چاپېریال برابر شي.

د مرکز پل‌علم یوه ښوونکي محمدنبي پژواک ته وویل، د یادو ښوونځيو ودانۍ بیارغونه د پوهنې په برخه کې اساسي ګام دی.

خو دی زیاتوي، پوهنې وزارت او نړۍوالو بنسټونو ته په کار ده څو په هغو ولسوالیو او کلیو کې هم ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي چې زده‌کوونکي یې په ازاده فضا کې له ډېرو ستونزو سره زده‌کړې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د لوګر د مرکز اړوند شلوک او ملک شېراحمد کوچي د ښوونځیو ودانیو بیارغونې چارې پيل شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.