ژبه

عزیزي: د کتابونو د چاپ او خپرولو برخه کې له لیکوالو او شاعرانو سره مرسته کوو

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین په یوه فرهنګي غونډه کې ژمنه کړې چې د کتابونو د چاپ او خپرولو برخه کې به له لیکوالو او شاعرانو سره مرسته وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت، یوناما او اي‌اېس‌اې (ESA) موسسې په ګډه همکارۍ د شاعرانو او لیکوالو د هڅونې په موخه په عامه کتابتون کې فرهنګي غونډه جوړه شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو رئیس نعمت‌الله منتظر په دغه غونډه کې ویلي، دغه ریاست به لیکوالو او شاعرانو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، د یوناما استازې الیسا د ادبیاتو او فرهنګ پر ارزښت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې هنر او ادبیات د ټولنې لپاره اړین دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق‌الله عزیزي د شعر او ادب پر اهمیت خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د کتابونو د چاپ او خپرولو په برخه کې به له لیکوالو او شاعرانو سره مرسته وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بهرنیو اړیکو رییس شفیق احمدزي بیا په دغه غونډه کې له نړۍوالو بنسټونو وغوښتل چې په دې برخه کې له وزارت سره همکاري وکړي.