Language

د پاکستان له زندانونو ۲۱ نور افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۱ نور افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار ولایت د سپین‌بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو په اساس، یاد بندیان د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د پاکستان د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې نیول شوي او بندیان شوي وو.

د خبرپاڼې له مخې، دغه ۲۱ کسان له پنځو تر ۲۵ میاشتو بند وروسته ازاد شول، بشري مرستې ورسره وشوې او خپلو سیمو ته واستول شول.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دوه ورځې مخکې هم ویلي وو چې ۱۲ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.