Language

پروان کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

چاریکار (پژواک، ۳۰ کب ۱۴۰۳): د پروان امنیه قومانداني وایي، د سالنګ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان دي.

د پروان د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د سالنګ ولسوالۍ روی‌آب سیمه (غوربند درې پر لویه لار) کې تېره ورځ ناوخته د یو کرولا ډوله او کمپک موټرو د ټکر له امله شوې ده.

سرچینې لیکلي چې په دغه پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان دي.

امنیه قومانداني لیکلي چې د پېښې قربانیان د پروان ولایت ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.