Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوست خلبيسات مېله کې سلګونو کسانو ته د کاروبار زمینه برابره شوې

خوست‌ښار (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۴): د خوست د صبريو یعقوبیو ولسوالۍ د خلبیسات مېله چې هره پنجشنبه جوړېږي، د سوېل‌ختیځ زون تر ټولو لويه سوداګريزه مېله بلل کېږي چې سلګونو کسانو ته د کاروبار زمینه په کې برابره شوې ده.

دا د سوېل‌ختيځ زون په کچه د توکو د پېر او پلور تر ټوله ستره مېله بلل کېږي، دې مېلې ته د خوست او ګاونډیو ولايتونو سربېره د کابل، جلال‌اباد او ځينو ښارونو خلک هم د بېلابېلو توکو د پېر او پلور لپاره ورځي.

په دې ميله کې له مختلفو خوراکي او غيرخوراکي توکو نيولې تر بېلابېل څارويو، مرغانو او ان د لويو او کوچنيو موټرو پېر او پلور ترسره کېږي.

عبدالصمد چې د لغمان ولايت اوسېدونکی دی، د تېرو دوو کلونو راهيسې هره پنجشنبه دې ميلې ته ارزان بيه جامې د پلور لپاره ور وړي.

دی وايي: «بس يوه مړۍ رزق انسان ته الله تعالی ورکوي په هر ځای کې چې وي، بس موږ ته رزق دلته ليکل شوی. غريب خلک ډېر زيات دي نورو جوړو ته یې وس نه شي رسېدلی، همدغه جوړې موږ ګنډو او په ارزانه بيه يې خرڅوو او د ټولو مسلمانانو کار کېږي.»

د سيمې د اوسېدونکو په وينا، دې ميلې ته ځکه خلک له لرې لرې ځايونو ورځي چې له بل هر ځای په کې توکي په ارزانه بيه ترلاسه کېږي.

د سيمې يوه اوسېدونکي شېر افضل پژواک ته وويل: «دلته ارزاني ده، چې بل ځای شل افغانۍ يو څه خرڅيږي دلته په لس خرڅيږي. زه نن راغلی يم که کوم شی مې خوښ شو اخلم يې.»

د معلوماتو له مخې، ياده مېله له تېرو څلورو لسيزو را په دې خوا په دغه ځای کې ترسره کېږي چې لومړی پېر او پلور يې له يو څو څارويو شوی.

د حاجي محمدخان په نوم د صبريو یعقوبيو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، که دې مېلې ته حکومت پاملرنه زياته کړي، نو د ډېرو نورو خلکو ژوند به ورسره ښه شي.

هغه وايي: «دا خو د ډېرو ولسواليو مېله ده او دا يو مناسب ځای کې ده، هر چاته په کې د رسيدګۍ اسانتيا ده. له يوه شپږم نه تر بل شپږم پورې خلک وعدې سره ږدي چې زه به پيسې درکړم، مال به درته خرڅ کړم ټول کارونه د خلکو له دې ځايه پوره کېږي.»

که له يوې خوا دا سوداګريزه مېله د ډېرو خلکو د عايد عمده سرچينه ګرځيدلې، خو له بلې خوا کله ناکله له لوی زيان سره هم مخ کېږي؛ ځکه دا مېله د هغه خوړ په منځ کې جوړېږي چې د خلبيسات ښارګوټي په منځ کې تېر شوی.

خلک وايي، ځيني وخت داسې هم کېږي چې اوبه راشي او د خلکو توکي ورسره یوسي.

دغه راز، د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ ښاروال علي‌جان قابل پژواک خبري اژانس ته وويل، د یادې مېلې لپاره یې په خپله پلاني ساحه کې ځای ځانګړی کړی چې خلک به هلته له ډېرو اسانتیاوو برخمن شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.