جلالاباد (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د تندر لوېدو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس، مولوي سیفالله خالد، پژواک خبري آژانس ته وویل چې تېره ورځ تر غرمې وروسته د چپرهار ولسوالۍ د ډاګو او لالا کلیو په سیمو کې د تندر لوېدو دوه پېښې شوې دي.
هغه زیاته کړه چې په دغو پېښو کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دوه نور ټپیان دي.
د یادونې ده چې تېره ورځ په اچین ولسوالۍ کې هم تندر لوېدلی و، چې له امله یې یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP