غزني (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې یې د انسان د سر وېښتانو پېرلو په تور د ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان نیولي دي.
د غزني له امنیې قوماندانۍ رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، پولیسو د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار د انسان د سر وېښتانو پېرلو په تور ۱۴ کسان نیولي چې ماشومان هم پهکې شامل دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې نیول یاد کسان د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
له نیول شوو کسانو سره یوه اندازه وېښتان هم نیول شوي دي.
د یادونې ده، د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان پر اساس، انساني کرامت ته د درناوي په موخه په هېواد کې د انسان د سر وېښتانو په ګډون د بدن د غړو پر پېر او پلور بندیز لګېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د غزني په مقر ولسوالۍ ۲۵ کسان د وېښتانو پېرلو په تور نیول شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP