Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې ۷۵۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ

شبرغان (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): جوزجان کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ۴۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې په بشپړېدو سره ۷۵۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست سرپرست مولوي احمدجان بلال د دغې پروژې په پرانیست‌غونډه کې وویل چې دغه پروژه د شبرغان ښار په «قره‌کنت» سیمه تطبیق شوې چې د دوو څاګانو کیندل، د ۱۴۰ کیلومتره کور په کور د اوبو لېږدوونکې یوې شبکې جوړول، ټول‌ټال د ۶۰۰ مترمکعب اوبو زېرمه کولو په ظرفیت د درېیو ذخیزو جوړول، د ۲۵۰ مترمکعب په ظرفیت د یوې ارتفاعي شبکې جوړول، د ۱۰۰ کیلوولټه په ظرفیت د څلورو ټرانسفرمرونو نصبول او د احاطوي دېوال جوړېدل په کې شامل دي.

هغه زیاته کړه چې پر دغه پروژه ۴۵۰ میلیون افغانۍ لګښت راغلی او په بشپړېدو سره به یې ۷۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

د آبرسانۍ ریاست اجرائیوي رییس مولوي غلام‌الرحمن کاظم وویل: «موږ د شبرغان ټولو ښاریانو لپاره د پاکو اوبو برابرولو ته ژمن یو، د دغه ډول پروژو پرانیستل د خلکو د هوساینې او روغتیا په برخه کې د حکومت د جدي هوډ ښکارندويي کوي.»

په همدې حال کې، د جوزجان والي قاري ګل‌حیدر شفق په یادو مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت هڅه کوي څو په ټول هېواد کې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره زېربنايي او حیاتي پروژې عملي کړي.

بلخوا، د شبرغان ښار یو شمېر اوسېدونکي د یادې پروژې له بشپړېدو خوښي څرګندوي او په دغه ولایت کې د نورو عام‌المنفعه پروژو پلې کېدو غوښتنه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.