Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د یوې کورنۍ درې غړي اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي   

غزني (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۴): د غزني سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې ښځه، مېړه او یو ماشوم یې اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.

د غزني د امنیې قومانداني ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د اجرستان ولسوالۍ په ګلدرې سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، لومړی یو درې کلن ماشوم د لوبو پر مهال د اوبو ډنډ ته لوېدلی و، مور او پلار یې غوښتل ماشوم وژغوري خو د اوبو د ډېروالي له امله هغوی هم ډوب او درې واړه مړه شوي دي.

د سرحدي په خبره، د مړه شوو کسانو جسدونه د امنیتي ځواکونو له لوري له اوبو را ایستل شوي او کورنۍ ته یې سپارل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.