Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د روغتیا نړۍوال سازمان: ۱۵۴ ټنه طبي تجهیزات او درمل افغانستان ته ورسېدل

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۴): د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې شدید اسهالاتو، د شري، او سینه‌بغل ناروغیو د درملنې د کېټونو په ګډون، ۱۵۴ ټنه ژوندژغورونکي طبي تجهیزات او درمل افغانستان ته رسېدلي دي.

دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه طبي وسایل او درمل د دوو ځانګړو چارټر الوتنو له لارې د شارجې له نړۍوال هوایی ډګره په خوندي ډول افغانستان ته رسېدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تجهیزات به د له روغتیا پالانو سره مرسته وکړي څو بېړنيو حالتونو په چټکۍ رسېدنه وکړي او په ټول هېواد کې اړین روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان استازي اډوین سینیزا سلوادور ویلي چې افغانستان بېړنیو طبي تجهیزاتو اړتیا لري.

هغه زیاته کړې: «دغه مرسته د اړتیا وړ روغتیايي پاملرنې ته د اړمنو ټولنو د لاسرسي په برخه کې یو لوی ګام دی. د خپلو مرستندویانو او شریکانو ډېره مننه کوو، موږ د افغانستان له خلکو سره ولاړ یو څو روغتیايي خدمات دوام ولري.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.