Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې په دوو کارخونو کې اورلګېدنو ۷۰۰ زره افغانۍ زیان اړولی

مزارشریف (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار او نهرشاهي ولسوالۍ کې د غوړیو تولید او د پنبې پروسس دوو کارخونو کې د اورلګېدنو له امله ۷۰۰ زره افغانۍ زیان اوښتی او د نږدې درې میلیونه افغانیو زیان مخه نیول شوې ده.

د بلخ ولایت د امنیه قومانداني په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه ولایت نهرشاهي ولسوالۍ قلعه هاجري سیمه کې د پنبې پروسس په یوې کارخونه کې رامنځته شوې اورلګېدنه یې مهار کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، اورلګېدنه د ماشینونو ګرمېدو له امله رامنځته شوې چې شاوخوا ۶۰۰ زره افغانۍ مالي زیان یې اړولی او د نږدې یو میلیون افغانیو په ارزښت د زیان مخنیوی شوی دی.

سرچینې لیکلي، د مزارشریف ښار هوایي ډګر څلورلاري ته څېرمه د زغر غوړیو د تولید یوې بلې کارخونه کې هم اور لګېدلی و چې د اطفایي مدیریت د پرسونل له لوري مهار شوی دی.

خبرپاڼه کې د اورلګېدنې لامل نه‌دی ښوودل شوی خو ویل شوي چې ۱۰۰ زره افغانۍ زیان یې اوړلی او د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت توکي له سوځېدو ژغورل شوي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې ډېری وخت دغه ډول اورلګېدنې د برېښنا شارټۍ او د خلکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.