Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تاجکستان: د کاسا زر پروژې چارې به د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړې شي

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولي ۱۴۰۴): د تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزارتوایي، د کاسا زر پروژې چارې به د ۲۰۲۶ کال تر ډسمبر میاشتې بشپړې او پاکستان ته به د زر میګاواټه برېښنا لېږد پیل شي.

د کاسا زر پروژې له لارې یو زر او ۳۰۰ میګاواټه برېښنا له قزغیزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي چې له دېډلې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا یې په افغانستان کې لګول کېږي او ۱۰۰۰ میګاواټه به یې پاکستان ته ټرانزيټ شي.

 د کاسا زر پروژې د پلي کولو چارې په تاجکستان او قرغیزستان کې بشپړېشوې او تمه ده چې تر ۲۰۲۷ زیږدیز کال پورې په افغانستان او پاکستان کې هم بشپړې شی.

د راپورونو له مخې، د تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال جمشېد شویم‌زاده ویلي، د پاکستان او تاجکستان ترمنځ د کاسا زر پروژه به د ۲۰۲۶کال تر ډسمبر میاشتې بشپړه او له هغه وروسته به پاکستان ته د ۱۰۰۰میګاواټه برېښنا د لېږد بهیر پیل شي.

هغه ویلي، دغه پروژه به د ۲۰۲۷ کال جنورۍ کې ‎رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.